دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 284158
په پروان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او ټپيان شول
د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.
افغان غږ خبری آژانس: د پروان ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، دغه پېښه د دغه ولایت د چهاردهی ولسوالۍ په سیاهګرد کلی کې رامنځته شوې ده.

د دوی په خبره، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو تېز سرعت موټر له یوه موټرسایکل سره ټکر وکړ.

د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
https://avapress.com/vdcdko0xjyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته