کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرپرست حکومت د هیواد تعلیمي نصاب معیاري کوي

24 جدی 1402 ساعت 14:41

په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي د مالیزیا د مسلمانانو د یووالي د نړیوال موسسي له مشر سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت غواړي د هیواد تعلیمي نصاب بډایه او معیاري کړي.


آوا - کابل: په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي په مالیزیا کې د مسلمانانو د یووالي د نړیوال موسسي له رئیس ډاکټر داوود عبدالمالک یحیی الحدیبي سره وکتل.

د ملي راډيو او تلويزيون د خبر له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان پر تعليمي بهير، اسلامي بانکدارۍ او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

ښاغلي احمدي وویل چې اسلامي امارت غواړي د هیواد تعلیمي نصاب بډایه او معیاري کړي او په دې برخه کې یې د مالیزیا هیواد تجربې د پام وړ وبللې.

په ورته وخت کې ښاغلي الحدبي وویل، چمتو دی چې له افغانستان سره د تعلیمي نصاب، تدریسي میتود، اسلامي بانکدارۍ او نورو برخو کې مرسته وکړي.


د مطلب کود: 284164

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284164/سرپرست-حکومت-د-هیواد-تعلیمي-نصاب-معیاري-کوي

آوا
  https://www.avapress.com