دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 284164
سرپرست حکومت د هیواد تعلیمي نصاب معیاري کوي
په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي د مالیزیا د مسلمانانو د یووالي د نړیوال موسسي له مشر سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت غواړي د هیواد تعلیمي نصاب بډایه او معیاري کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي په مالیزیا کې د مسلمانانو د یووالي د نړیوال موسسي له رئیس ډاکټر داوود عبدالمالک یحیی الحدیبي سره وکتل.

د ملي راډيو او تلويزيون د خبر له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان پر تعليمي بهير، اسلامي بانکدارۍ او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

ښاغلي احمدي وویل چې اسلامي امارت غواړي د هیواد تعلیمي نصاب بډایه او معیاري کړي او په دې برخه کې یې د مالیزیا هیواد تجربې د پام وړ وبللې.

په ورته وخت کې ښاغلي الحدبي وویل، چمتو دی چې له افغانستان سره د تعلیمي نصاب، تدریسي میتود، اسلامي بانکدارۍ او نورو برخو کې مرسته وکړي.
https://avapress.com/vdcaiynuy49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته