کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې په کابل ښار کې څو هوايي پلونه جوړ شي

27 جدی 1402 ساعت 14:02

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، په دغه ښار کې د نفوسو د زیاتوالي او د ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله په پلازمینه کې د هوايي پلونو جوړول د راتلونکي کال لپاره د دغې ادارې په پلان کې دي.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د چهارشنبې په ورځ «جدی ۲۷» د آوا له خبریال سره په خبرو کې د څو هوايي پلونو د جوړېدو یادونه وکړه.

هغه څرګنده کړه، چې په کابل ښار کې د هوايي پلونو جوړول د دغه رياست د راتلونکي کال د پلان يوه لويه برخه ده او کار پرې روان دى.
 
ښاغلي بارکزي دغه راز وویل، چې د کابل ښار د نفوسو د زیاتوالي له امله د هوايي پلونو یوه اساسي اړتیا ده او ټینګار یې وکړ، چې د دې ادارې له خوا په تخنیکي وضعیت او بحثونو کار روان دی.
 
له بلې خوا ښاريان د کابل ښاروالۍ د دې پروګرام هرکلى کوي او وايي، چې په پلازمېنه کې د نفوسو د زياتوالي او په دغه ښار کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې د کمېدو لپاره د هوايي پلونو جوړول يوه اساسي اړتيا ده.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان ته په تېرو شلو کلونو کې د ميلياردونو ډالرو په لګېدو سره په کابل ښار کې يوازې يو هوايي پل جوړ شوى دى، چې د نفوسو د زياتوالي او د ترافيکي ګڼې ګوڼې له امله بسنه نه کوي.


د مطلب کود: 284391

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284391/په-پام-کې-ده-چې-راتلونکي-کال-کابل-ښار-څو-هوايي-پلونه-جوړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com