دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 284391
په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې په کابل ښار کې څو هوايي پلونه جوړ شي
د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، په دغه ښار کې د نفوسو د زیاتوالي او د ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله په پلازمینه کې د هوايي پلونو جوړول د راتلونکي کال لپاره د دغې ادارې په پلان کې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د چهارشنبې په ورځ «جدی ۲۷» د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې د څو هوايي پلونو د جوړېدو یادونه وکړه.

هغه څرګنده کړه، چې په کابل ښار کې د هوايي پلونو جوړول د دغه رياست د راتلونکي کال د پلان يوه لويه برخه ده او کار پرې روان دى.
 
ښاغلي بارکزي دغه راز وویل، چې د کابل ښار د نفوسو د زیاتوالي له امله د هوايي پلونو یوه اساسي اړتیا ده او ټینګار یې وکړ، چې د دې ادارې له خوا په تخنیکي وضعیت او بحثونو کار روان دی.
 
له بلې خوا ښاريان د کابل ښاروالۍ د دې پروګرام هرکلى کوي او وايي، چې په پلازمېنه کې د نفوسو د زياتوالي او په دغه ښار کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې د کمېدو لپاره د هوايي پلونو جوړول يوه اساسي اړتيا ده.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان ته په تېرو شلو کلونو کې د ميلياردونو ډالرو په لګېدو سره په کابل ښار کې يوازې يو هوايي پل جوړ شوى دى، چې د نفوسو د زياتوالي او د ترافيکي ګڼې ګوڼې له امله بسنه نه کوي.
https://avapress.com/vdcco0qis2bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته