کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۴۶۲۰ ته لوړ شوی دی

29 جدی 1402 ساعت 12:55

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۲۴ زره او ۶۲۰ ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۶۱ زره او ۸۳۰ ته رسیدلی دی .


آوا: د فلسطيني رسنيو د خبر له مخې، د رفح ښار په شمال لويديځ کې په الحشش سيمه باندې د صهيونېسټ رژيم د فوځ د نن ورځې په حملو کښې يو شمېر کسان شهيدان او ژوبل شول.
 
د دغو شهیدانو او ټپیانو څخه یو شمیر د کویت روغتون ته انتقال شوي دي.
 
په همدې حال کښې د رفح په ختیځ کښې په یوه کور باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په حملې کښې د شهیدانو شمیر ۲۰ تنو ته ورسید.
 
د الجزیرې خبریال هم اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې نن د اوومې ورځې لپاره تلیفونونه او انټرنیټ بند دی.


د مطلب کود: 284500

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284500/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۲۴۶۲۰-ته-لوړ-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com