دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 284500
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۴۶۲۰ ته لوړ شوی دی
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۲۴ زره او ۶۲۰ ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۶۱ زره او ۸۳۰ ته رسیدلی دی .
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطيني رسنيو د خبر له مخې، د رفح ښار په شمال لويديځ کې په الحشش سيمه باندې د صهيونېسټ رژيم د فوځ د نن ورځې په حملو کښې يو شمېر کسان شهيدان او ژوبل شول.
 
د دغو شهیدانو او ټپیانو څخه یو شمیر د کویت روغتون ته انتقال شوي دي.
 
په همدې حال کښې د رفح په ختیځ کښې په یوه کور باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په حملې کښې د شهیدانو شمیر ۲۰ تنو ته ورسید.
 
د الجزیرې خبریال هم اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې نن د اوومې ورځې لپاره تلیفونونه او انټرنیټ بند دی.
https://avapress.com/vdce7e8w7jh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته