کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې له افغانستان سره ۳۳ ټنه خوراکي توکي مرسته وکړه

30 جدی 1402 ساعت 11:17

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه د ٣٣ ټنه خوراکي توکو د لېږلو اعلان کړى دى.


آوا - کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه هېواد له اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکی توکي افغانستان ته استولي دي.
 
دغه وزارت له افغانستان سره د روسيې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې دغه بشري کړنه ثابتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو تعامل لپاره ځانګړې ظرفيت شته.
 
د يادونې وړ ده، چې روسيې تر دې مخکې هم د افغانستان خلکو ته بشري مرستې لېږلې وې.


د مطلب کود: 284527

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284527/روسیې-له-افغانستان-سره-۳۳-ټنه-خوراکي-توکي-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com