دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 284527
روسیې له افغانستان سره ۳۳ ټنه خوراکي توکي مرسته وکړه
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه د ٣٣ ټنه خوراکي توکو د لېږلو اعلان کړى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه هېواد له اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکی توکي افغانستان ته استولي دي.
 
دغه وزارت له افغانستان سره د روسيې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې دغه بشري کړنه ثابتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو تعامل لپاره ځانګړې ظرفيت شته.
 
د يادونې وړ ده، چې روسيې تر دې مخکې هم د افغانستان خلکو ته بشري مرستې لېږلې وې.
https://avapress.com/vdcdxo0x5yt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته