کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله سبا له نیوزیلنډ سره مخامخ کېږي

2 دلو 1402 ساعت 10:33

د کرکټ د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په دوام کې به سبا سه شنبه (جنوري ۲۳مه) د افغانستان او نیوزیلنډ لوبډلې په جنوبي افریقا کې د یو بل پر وړاندې لوبه کوي.


آوا: د افغانستان او نیوزیلینډ لوبډلې د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې سبا سه شنبه (د جدی ۲۳) د یو بل پر وړاندې لوبه کوي.

تمه ده چې دا لوبه د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو د جنوبي افریقا په «ختیځ لندن» ښار کې پیل شي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو د سې شنبې په ورځ په دې جام کې خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته وبایلله.

په دې لوبه کې د پاکستان لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته د ۲۸۶ منډو هدف وټاکه خو افغان لوبغاړو یوازې ۱۰۳ منډې جوړې کړې.

د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام د جمعې په ورځ (جدی ۱۹) په جنوبي افریقا کې د شپاړسو لوبډلو په ګډون پیل شو.


د مطلب کود: 284659

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284659/د-کرکټ-۱۹-کلنو-ملي-لوبډله-سبا-له-نیوزیلنډ-سره-مخامخ-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com