دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 284659
د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله سبا له نیوزیلنډ سره مخامخ کېږي
د کرکټ د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په دوام کې به سبا سه شنبه (جنوري ۲۳مه) د افغانستان او نیوزیلنډ لوبډلې په جنوبي افریقا کې د یو بل پر وړاندې لوبه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان او نیوزیلینډ لوبډلې د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې سبا سه شنبه (د جدی ۲۳) د یو بل پر وړاندې لوبه کوي.

تمه ده چې دا لوبه د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو د جنوبي افریقا په «ختیځ لندن» ښار کې پیل شي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو د سې شنبې په ورځ په دې جام کې خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته وبایلله.

په دې لوبه کې د پاکستان لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته د ۲۸۶ منډو هدف وټاکه خو افغان لوبغاړو یوازې ۱۰۳ منډې جوړې کړې.

د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام د جمعې په ورځ (جدی ۱۹) په جنوبي افریقا کې د شپاړسو لوبډلو په ګډون پیل شو.
https://avapress.com/vdcjixe8huqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته