کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه - بیرجند د لومړۍ لینی ټکسي پرانیستل شو

3 دلو 1402 ساعت 9:46

د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي له فراه ولایت څخه د ایران بیرجند ښار ته د مسافرو د مستقیم انتقال د پیل خبر ورکوي.


آوا - هرات: د هېواد د ملي راډیو او ټلویزیون د خبر له مخې، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د لومړي ځل لپاره له فراه ولایت څخه ایران ته د ټکسي شرکت پرانیستل شوه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دې وروسته به د فراه ولایت او د ایران د بیرجند ښار ترمنځ د مسافرینو لېږد د ټکسي په واسطه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو کلونو راهیسې له هرات ولایت څخه مشهد ښار ته او برعکس د افغانستان اړوند د نړیوالو ټکسيونو له لارې مسافر لېږدول کېږي چې مسافرو ته یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.


د مطلب کود: 284723

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284723/د-فراه-بیرجند-لومړۍ-لینی-ټکسي-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com