دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 284723
د فراه - بیرجند د لومړۍ لینی ټکسي پرانیستل شو
د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي له فراه ولایت څخه د ایران بیرجند ښار ته د مسافرو د مستقیم انتقال د پیل خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هېواد د ملي راډیو او ټلویزیون د خبر له مخې، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د لومړي ځل لپاره له فراه ولایت څخه ایران ته د ټکسي شرکت پرانیستل شوه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دې وروسته به د فراه ولایت او د ایران د بیرجند ښار ترمنځ د مسافرینو لېږد د ټکسي په واسطه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو کلونو راهیسې له هرات ولایت څخه مشهد ښار ته او برعکس د افغانستان اړوند د نړیوالو ټکسيونو له لارې مسافر لېږدول کېږي چې مسافرو ته یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
https://avapress.com/vdcb5ab5frhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته