کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له اروپايي ټولنې سره د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

5 دلو 1402 ساعت 11:24

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره په کتنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پرون چهارشنبه د لوۍ په ۴مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی چارواكو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافير رافيلا ايوديس سره د ليدنې پر مهال د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د دوه اړخيزو اړيكو پر پراختيا خبرې وكړې.
 
هغه زیاته کړه، دواړو لورو په روان کال کې له افغانستان سره د اتحادیې د مرستو پر دوام، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو او د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو پر برابرولو هم خبرې وکړې.


د مطلب کود: 284813

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284813/د-بهرنیو-چارو-وزارت-سیاسي-مرستیال-له-اروپايي-ټولنې-سره-اړیکو-او-همکاریو-پر-پراختیا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com