دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 284813
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له اروپايي ټولنې سره د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره په کتنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پرون چهارشنبه د لوۍ په ۴مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی چارواكو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافير رافيلا ايوديس سره د ليدنې پر مهال د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د دوه اړخيزو اړيكو پر پراختيا خبرې وكړې.
 
هغه زیاته کړه، دواړو لورو په روان کال کې له افغانستان سره د اتحادیې د مرستو پر دوام، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو او د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو پر برابرولو هم خبرې وکړې.
https://avapress.com/vdcb8ab5frhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته