کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي دفاع وزارت په فراه ولایت کې د شل میله بېلا بېلو وسلو د کشف خبر ورکړ

5 دلو 1402 ساعت 11:43

د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي اردو د ٢٠٧ اتل قول اردو د پنځمې سرحدي لوا کشفي موظفينو د فراه ولايت په پشمکي سيمه کې شل ميله ډول ډول وسلې او يوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.


آوا - کابل: پرون (چهارشنبه، د لوۍ ۴مه) د ملي دفاع وزارت په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ۲۰۷ الفارق قول اردو د پنځمې سرحدي لوا د استخباراتو منسوبینو د فراه ولایت له پشمکی سیمې څخه د وسلو او مهماتو زیرمه نیولي ده.
 
د وسلو او مهماتو وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو عملیاتو کې ۱۳ راکټ، ۱ د هاوان، ۲ میله پیکا، ۱ میل کلاشینکوف، ۱ میل اګیس او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
 
په ورته وخت کې تېره ورځ هم د ملي دفاع وزارت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.


د مطلب کود: 284814

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284814/ملي-دفاع-وزارت-په-فراه-ولایت-کې-د-شل-میله-بېلا-بېلو-وسلو-کشف-خبر-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com