دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 284814
ملي دفاع وزارت په فراه ولایت کې د شل میله بېلا بېلو وسلو د کشف خبر ورکړ
د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي اردو د ٢٠٧ اتل قول اردو د پنځمې سرحدي لوا کشفي موظفينو د فراه ولايت په پشمکي سيمه کې شل ميله ډول ډول وسلې او يوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون (چهارشنبه، د لوۍ ۴مه) د ملي دفاع وزارت په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ۲۰۷ الفارق قول اردو د پنځمې سرحدي لوا د استخباراتو منسوبینو د فراه ولایت له پشمکی سیمې څخه د وسلو او مهماتو زیرمه نیولي ده.
 
د وسلو او مهماتو وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو عملیاتو کې ۱۳ راکټ، ۱ د هاوان، ۲ میله پیکا، ۱ میل کلاشینکوف، ۱ میل اګیس او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
 
په ورته وخت کې تېره ورځ هم د ملي دفاع وزارت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
https://avapress.com/vdccs0qi02bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته