کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د احتمال خبرداری ورکړی

7 دلو 1402 ساعت 16:19

د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې نن او سبا، شنبه او یکشنبه (د دلوي ۷ او ۸ مه) د سختو واورو او ورښتونو او سیلابونو د ورېدو امکان شته.


آوا: د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په هرات، فراه، بادغیس، بدخشان، تخار، کندز، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان او لغمان ولایتونو کې د واورې ورښت په خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، دایکندي، غور، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، بلخ او جوزجان کې د نسبتاً سختو ورښتونو احتمال شته.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو ځايونو کې د اورښت اندازه له ١٠ تر ٣٥ ملي مترو پورې او د واورې اندازه له ١٥ تر ٤٠ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په روان ژمي کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې واوره او باران نه دی شوی او د وچکالۍ د زیاتېدو اندېښنه شته.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې په افغانستان کې ژمی ډېر وچ او ګرم دی.

دغه دفتر وايي، په نږدې راتلونکي کې د پام وړ واورې پرته، افغانستان ښايي سخته وچکالي تجربه کړي چې د باران او اوبو لګولو کرنې، موسمي حاصلاتو، د شنو ځمکو او د خلکو بې ځایه کیدل به اغیزمن کړي.


د مطلب کود: 284895

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284895/د-هوا-پېژندنې-ادارې-هېواد-په-۳۱-ولایتونو-کې-سختو-واورو-او-بارانونو-احتمال-خبرداری-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com