دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 284895
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د احتمال خبرداری ورکړی
د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې نن او سبا، شنبه او یکشنبه (د دلوي ۷ او ۸ مه) د سختو واورو او ورښتونو او سیلابونو د ورېدو امکان شته.
افغان غږ خبری آژانس: د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په هرات، فراه، بادغیس، بدخشان، تخار، کندز، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان او لغمان ولایتونو کې د واورې ورښت په خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، دایکندي، غور، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، بلخ او جوزجان کې د نسبتاً سختو ورښتونو احتمال شته.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو ځايونو کې د اورښت اندازه له ١٠ تر ٣٥ ملي مترو پورې او د واورې اندازه له ١٥ تر ٤٠ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په روان ژمي کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې واوره او باران نه دی شوی او د وچکالۍ د زیاتېدو اندېښنه شته.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې په افغانستان کې ژمی ډېر وچ او ګرم دی.

دغه دفتر وايي، په نږدې راتلونکي کې د پام وړ واورې پرته، افغانستان ښايي سخته وچکالي تجربه کړي چې د باران او اوبو لګولو کرنې، موسمي حاصلاتو، د شنو ځمکو او د خلکو بې ځایه کیدل به اغیزمن کړي.
https://avapress.com/vdcb9ab5srhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته