کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۲۶ زره ۲۵۷ تنو ته ورسېد

8 دلو 1402 ساعت 9:29

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه په غزې تړانګه کښې د غاصب رژیم د تیریو د شهیدانو شمیر ۲۶۲۵۷ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په دغه یرغل کې د ټپیانو شمیر ۶۴ زره او ۷۹۷ تنو ته رسیدلی دی.

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت هم ویلي دي چې غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ جنایتونه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۷۴ فلسطینیان شهیدان او ۳۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د غزې په بې دفاع خلکو د صهیونیسټي رژیم وحشیانه بریدونه له څه دپاسه دریو کلونو راهیسې دوام لري.


د مطلب کود: 284914

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284914/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۲۶-زره-۲۵۷-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com