دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 284914
د غزې د شهیدانو شمېر ۲۶ زره ۲۵۷ تنو ته ورسېد
د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه په غزې تړانګه کښې د غاصب رژیم د تیریو د شهیدانو شمیر ۲۶۲۵۷ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په دغه یرغل کې د ټپیانو شمیر ۶۴ زره او ۷۹۷ تنو ته رسیدلی دی.

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت هم ویلي دي چې غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ جنایتونه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۷۴ فلسطینیان شهیدان او ۳۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د غزې په بې دفاع خلکو د صهیونیسټي رژیم وحشیانه بریدونه له څه دپاسه دریو کلونو راهیسې دوام لري.
https://avapress.com/vdcdfo0xoyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته