کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل اعلان کړ

9 دلو 1402 ساعت 11:58

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې نن دوشنبه (د دلوې ۹مه) په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د څلورو ورځو لپاره پیل شو.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې کمپاین کې به ۷،۵ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.

دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو پکې صفر ته نه ده رسیدلې.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د زابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې د دغه ويروس چاپېريال پېښې ثبت شوې دي.


د مطلب کود: 284996

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284996/د-افغانستان-عامې-روغتیا-وزارت-په-یو-شمېر-ولایتونو-کې-پولیو-ضد-واکسین-کمپاین-پیل-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com