دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 284996
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل اعلان کړ
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې نن دوشنبه (د دلوې ۹مه) په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د څلورو ورځو لپاره پیل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې کمپاین کې به ۷،۵ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.

دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو پکې صفر ته نه ده رسیدلې.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د زابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې د دغه ويروس چاپېريال پېښې ثبت شوې دي.
https://avapress.com/vdcdno0x9yt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته