کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې به د زړه د ناروغیو د ناروغانو د درملنې لپاره یو مجهز روغتون جوړ شي

9 دلو 1402 ساعت 14:43

د افغاني سرې مياشتې ټولنې عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص وويل، چې دغه رياست به په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د زړه د ناروغيو د ماشومانو د درملنې په موخه يو مجهز روغتون جوړ کړي.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ټولنې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د اندونیزیا له سفیر رحمت ثریا ساپوترا سره وکتل.

ښاغلي خالص په دې غونډه کې وویل، چې افغاني سرې میاشتې د بېلابېلو روغتیايي خدمتونو او د رواني ناروغانو د درملنې ترڅنګ؛ په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د زړه د ناروغیو د ماشومانو د درملنې لپاره یو مجهز روغتون جوړ کړي.

په دې کتنه کې د اندونيزيا سفير د افغاني سرې مياشتې د بشردوستانه خدمتونو قدرداني وکړه او د هر راز همکاريو ډاډ يې ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې ټولنه کله ناکله د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د وړيا درملنې لپاره ځينو خصوصي روغتونونو ته معرفي کوي.


د مطلب کود: 285010

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285010/په-کابل-کې-د-زړه-ناروغیو-ناروغانو-درملنې-لپاره-یو-مجهز-روغتون-جوړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com