دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 285010
په کابل کې به د زړه د ناروغیو د ناروغانو د درملنې لپاره یو مجهز روغتون جوړ شي
د افغاني سرې مياشتې ټولنې عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص وويل، چې دغه رياست به په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د زړه د ناروغيو د ماشومانو د درملنې په موخه يو مجهز روغتون جوړ کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ټولنې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د اندونیزیا له سفیر رحمت ثریا ساپوترا سره وکتل.

ښاغلي خالص په دې غونډه کې وویل، چې افغاني سرې میاشتې د بېلابېلو روغتیايي خدمتونو او د رواني ناروغانو د درملنې ترڅنګ؛ په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د زړه د ناروغیو د ماشومانو د درملنې لپاره یو مجهز روغتون جوړ کړي.

په دې کتنه کې د اندونيزيا سفير د افغاني سرې مياشتې د بشردوستانه خدمتونو قدرداني وکړه او د هر راز همکاريو ډاډ يې ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې ټولنه کله ناکله د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د وړيا درملنې لپاره ځينو خصوصي روغتونونو ته معرفي کوي.
https://avapress.com/vdcb8sb5grhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته