کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې د زده کوونکو لپاره د ۲۳۸ سیمه ییزو لومړنیو زده کړو ټولګی جوړ شوي دي

9 دلو 1402 ساعت 14:50

په لوګر ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې له زده کړو څخه د محرومو ماشومانو لپاره د ۲۳۸ سیمه ییزو لومړنیو زده کړو ټولګیو د جوړولو اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د لوګر ولایت په محمد آغه او ازره ولسوالیو کې له زده کړو بې برخې ماشومانو ته د لومړنیو زده کړو ۲۳۸ محلي ټولګي جوړ شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې دغه سیمه ییز ټولګي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په مالي مرسته جوړ شوی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ماشومانو لپاره سیمه ییزې ښوونیزې ټولګي جوړې کړې وې.


د مطلب کود: 285011

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285011/په-لوګر-کې-د-زده-کوونکو-لپاره-۲۳۸-سیمه-ییزو-لومړنیو-کړو-ټولګی-جوړ-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com