دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 285011
په لوګر کې د زده کوونکو لپاره د ۲۳۸ سیمه ییزو لومړنیو زده کړو ټولګی جوړ شوي دي
په لوګر ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې له زده کړو څخه د محرومو ماشومانو لپاره د ۲۳۸ سیمه ییزو لومړنیو زده کړو ټولګیو د جوړولو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت په محمد آغه او ازره ولسوالیو کې له زده کړو بې برخې ماشومانو ته د لومړنیو زده کړو ۲۳۸ محلي ټولګي جوړ شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې دغه سیمه ییز ټولګي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په مالي مرسته جوړ شوی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ماشومانو لپاره سیمه ییزې ښوونیزې ټولګي جوړې کړې وې.
https://avapress.com/vdccspqis2bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته