کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۶ زره ۶۳۷ تنو ته ورسید

10 دلو 1402 ساعت 9:55

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې تیریو له امله د شهیدانو شمیر ۲۶ زره او ۶۳۷ تنو ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۶۵ زره ۳۸۷ تنو ته رسیدلی دی. 


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی، چې اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۱۴ ډله ییزې وژنې کړي، چې په پایله کې یې ۲۱۵ تنه شهیدان او ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. 

د یادولو وړ ده چې له څه باندې درېیمې نیټې راهیسې په فلسطینیانو د صهیونیسټي رژیم وحشیانه بریدونه دوام لري.


د مطلب کود: 285043

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285043/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۲۶-زره-۶۳۷-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com