دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 285043
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۶ زره ۶۳۷ تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې تیریو له امله د شهیدانو شمیر ۲۶ زره او ۶۳۷ تنو ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۶۵ زره ۳۸۷ تنو ته رسیدلی دی. 
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی، چې اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۱۴ ډله ییزې وژنې کړي، چې په پایله کې یې ۲۱۵ تنه شهیدان او ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. 

د یادولو وړ ده چې له څه باندې درېیمې نیټې راهیسې په فلسطینیانو د صهیونیسټي رژیم وحشیانه بریدونه دوام لري.
https://avapress.com/vdchkmnix23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته