کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاناډا له پاکستانه ۳۱۰ افغان کډوال انتقال کړل

10 دلو 1402 ساعت 11:25

له پاکستان څخه کاناډا ته د افغان کډوالو تر لېږد وروسته د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه یې په یوه چارټر الوتنه کې ۳۱۰ افغان کډوال لېږدولي دي.


آوا - کابل: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت ریاست نن ماښام (دوشنبه، د دلوې ۹مه) د کابل پر وخت په ایکس چینل کې یو پوسټ خپور کړی او لیکلي یې دي چې دغه کسان له پاکستان څخه د هالیفیکس ښار ته لیږدول شوي دي.

ادارې ویلي چې دوی به په کاناډا کې 30 ځایونو ته لیږدول کیږي، پشمول د فریډریکټن، سینټ جانز او ټورنټو.

کاناډا وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته یې له افغانستان څخه د ۴۰ زره کډوالو د منلو هدف ته رسېدلی دی.

هېواد وايي، د هغو قضیو د څېړلو لړۍ دوام لري چې مخکې منل شوې دي.


د مطلب کود: 285052

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285052/کاناډا-له-پاکستانه-۳۱۰-افغان-کډوال-انتقال-کړل

آوا
  https://www.avapress.com