دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 285052
کاناډا له پاکستانه ۳۱۰ افغان کډوال انتقال کړل
له پاکستان څخه کاناډا ته د افغان کډوالو تر لېږد وروسته د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه یې په یوه چارټر الوتنه کې ۳۱۰ افغان کډوال لېږدولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت ریاست نن ماښام (دوشنبه، د دلوې ۹مه) د کابل پر وخت په ایکس چینل کې یو پوسټ خپور کړی او لیکلي یې دي چې دغه کسان له پاکستان څخه د هالیفیکس ښار ته لیږدول شوي دي.

ادارې ویلي چې دوی به په کاناډا کې 30 ځایونو ته لیږدول کیږي، پشمول د فریډریکټن، سینټ جانز او ټورنټو.

کاناډا وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته یې له افغانستان څخه د ۴۰ زره کډوالو د منلو هدف ته رسېدلی دی.

هېواد وايي، د هغو قضیو د څېړلو لړۍ دوام لري چې مخکې منل شوې دي.
https://avapress.com/vdchmmnii23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته