کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سهیل شاهین په دوحه کې د برتانیې د سفارت له شارژدافیر سره د راتلونکې غونډې په اړه خبرې وکړې

10 دلو 1402 ساعت 16:14

د قطر په پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان په اړه د دوحې د راتلونکې غونډې د ترسره کیدو په اړه خبرې وکړې.


آوا - کابل: په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس سهیل شاهین په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت له شارژدافیر رابرټ چترټن ډیکسن سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان په اړه د دوحې د راتلونکې ناستې د ترسره کېدو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.

په همدې حال کې پرون ماښام د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت غونډه د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو په حضور کې په کابل کې جوړه شوه.

په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل چې روسیه غواړي افغانستان د دوحې د غونډې د مهمو بحثونو برخه وي.


د مطلب کود: 285092

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285092/سهیل-شاهین-په-دوحه-کې-د-برتانیې-سفارت-له-شارژدافیر-سره-راتلونکې-غونډې-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com