دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 285092
سهیل شاهین په دوحه کې د برتانیې د سفارت له شارژدافیر سره د راتلونکې غونډې په اړه خبرې وکړې
د قطر په پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان په اړه د دوحې د راتلونکې غونډې د ترسره کیدو په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس سهیل شاهین په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت له شارژدافیر رابرټ چترټن ډیکسن سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان په اړه د دوحې د راتلونکې ناستې د ترسره کېدو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.

په همدې حال کې پرون ماښام د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت غونډه د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو په حضور کې په کابل کې جوړه شوه.

په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل چې روسیه غواړي افغانستان د دوحې د غونډې د مهمو بحثونو برخه وي.
https://avapress.com/vdcb9sb55rhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته