کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مهاجرت نړیوال سازمان:

د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ میاشت کې په مدیترانې سمندرګي کې شاوخوا ۱۰۰ کسان مړه یا ورک شوي وو

11 دلو 1402 ساعت 11:17

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د روان کال (۲۰۲۴) له پیل راهیسې په مدیترانې سمندرګي کې شاوخوا ۱۰۰ کسان مړه یا ورک شوي دي.


آوا: د مهاجرت د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: دغه مرګ ژوبله د ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره ده، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په اروپا کې د مهاجرینو لپاره تر ټولو خونړی کال دی.

هر کال په زرګونو کسان اروپا ته د رسېدو لپاره د مدیترانې په سمندر کې ډوبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي هېوادونو په وروستیو کلونو کې دغو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره سخت قوانین وضع کړي دي.

په دې وروستیو کې د برتانیا حکومت اعلان وکړ چې د بشري حقونو د سازمانونو له مخالفت سره سره به هغه کډوال چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته په ناقانونه توګه داخل شوي د افریقايي هېواد روانډا ته استوي.


د مطلب کود: 285112

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285112/د-۲۰۲۴-کال-په-لومړۍ-میاشت-کې-مدیترانې-سمندرګي-شاوخوا-۱۰۰-کسان-مړه-یا-ورک-شوي-وو

آوا
  https://www.avapress.com