دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 285112
د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ میاشت کې په مدیترانې سمندرګي کې شاوخوا ۱۰۰ کسان مړه یا ورک شوي وو
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د روان کال (۲۰۲۴) له پیل راهیسې په مدیترانې سمندرګي کې شاوخوا ۱۰۰ کسان مړه یا ورک شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د مهاجرت د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: دغه مرګ ژوبله د ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره ده، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په اروپا کې د مهاجرینو لپاره تر ټولو خونړی کال دی.

هر کال په زرګونو کسان اروپا ته د رسېدو لپاره د مدیترانې په سمندر کې ډوبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي هېوادونو په وروستیو کلونو کې دغو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره سخت قوانین وضع کړي دي.

په دې وروستیو کې د برتانیا حکومت اعلان وکړ چې د بشري حقونو د سازمانونو له مخالفت سره سره به هغه کډوال چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته په ناقانونه توګه داخل شوي د افریقايي هېواد روانډا ته استوي.
https://avapress.com/vdcezn8wwjh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته