کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست د افغان سوداګرو د ترانسپورتي ستونزو پر حل ټینګار وکړ

11 دلو 1402 ساعت 15:38

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مشر د افغانستان د ټرانسپورټ اتحادیې له غړو سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي د افغان سوداګرو ترانسپورتي ستونزې دایمي حل کړي او په دې اړه له پاکستاني لوري سره سلا مشورې کوي.


آوا - کابل: په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مشر سردار احمد شکیب او په پاکستان کې د دغه سفارت یو شمېر سوداګریزو اتشې د افغانستان د ټرانسپورټ اتحادیې له غړو سره وکتل.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې په دې کتنه کې ښاغلي شکېب ته ډاډ ورکړ چې د افغان سوداګرو ترانسپورتي ستونزې به دایمي حل کړي او دا موضوع به له پاکستاني لوري سره شریکه کړي.

باید وویل شي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.


د مطلب کود: 285143

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285143/په-اسلام-آباد-کې-د-افغانستان-سفارت-سرپرست-افغان-سوداګرو-ترانسپورتي-ستونزو-پر-حل-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com