دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 285143
په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست د افغان سوداګرو د ترانسپورتي ستونزو پر حل ټینګار وکړ
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مشر د افغانستان د ټرانسپورټ اتحادیې له غړو سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي د افغان سوداګرو ترانسپورتي ستونزې دایمي حل کړي او په دې اړه له پاکستاني لوري سره سلا مشورې کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مشر سردار احمد شکیب او په پاکستان کې د دغه سفارت یو شمېر سوداګریزو اتشې د افغانستان د ټرانسپورټ اتحادیې له غړو سره وکتل.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې په دې کتنه کې ښاغلي شکېب ته ډاډ ورکړ چې د افغان سوداګرو ترانسپورتي ستونزې به دایمي حل کړي او دا موضوع به له پاکستاني لوري سره شریکه کړي.

باید وویل شي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.
https://avapress.com/vdci5warpt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته