کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۲۷ زره ۲۳۸ تنو ته ورسېد

14 دلو 1402 ساعت 15:33

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې پر غزې د صهیونیسټي یرغل له پیله تراوسه د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۲۷ زره ۲۳۸ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر په دې موده کې ۶۶ زره ۴۵۲ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې نیواکګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۱۲ قتلونه او جنایتونه کړی چې په ترڅ کې یې ۱۰۷ تنه شهیدان او ۱۶۵ تنه نور ټپیان شوی دی.

خو تېره ورځ د غزې روغتیا وزارت د شهیدانو شمېر ۲۷۱۳۱ او د ټپیانو شمېر ۶۶۲۸۷ تنه وښود.

که څه هم په غزه کې هره ورځ په سلګونو فلسطینیان شهیدان او ټپیان کیږي، خو هیڅ فشار د اسرائیلو د جنایتونو مخه نه ده نیولې.


د مطلب کود: 285307

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285307/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۲۷-زره-۲۳۸-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com