دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 285307
د غزې د شهیدانو شمېر ۲۷ زره ۲۳۸ تنو ته ورسېد
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې پر غزې د صهیونیسټي یرغل له پیله تراوسه د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۲۷ زره ۲۳۸ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر په دې موده کې ۶۶ زره ۴۵۲ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې نیواکګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۱۲ قتلونه او جنایتونه کړی چې په ترڅ کې یې ۱۰۷ تنه شهیدان او ۱۶۵ تنه نور ټپیان شوی دی.

خو تېره ورځ د غزې روغتیا وزارت د شهیدانو شمېر ۲۷۱۳۱ او د ټپیانو شمېر ۶۶۲۸۷ تنه وښود.

که څه هم په غزه کې هره ورځ په سلګونو فلسطینیان شهیدان او ټپیان کیږي، خو هیڅ فشار د اسرائیلو د جنایتونو مخه نه ده نیولې.
https://avapress.com/vdcawmnu049nae1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته