کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بله کورنۍ وژنه، په لوګر کې یوه سړي د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي

15 دلو 1402 ساعت 11:11

په لوګر ولایت کې یوه سړي د خپلې کورنۍ شپږ غړي او د تره زوی په ډزو وژلي دي.


آوا - کابل: د لوګر ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، چې دغه پېښه پرون جمعه د دلوي په ۱۳مه د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
 
په دغه پېښه کې د صفدر علي په نوم یو کس د خپلې کورنۍ غړي او تره په ډزو وژلي دي.
 
ويل کيږي چې ددغې پيښې په قربانيانو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي .
 
که څه هم د دې پېښې اصلي انګیزه څرګنده نه ده؛ مګر دا پیښه شاید د کورنۍ تاوتریخوالی له امله رامنځته شوې وي.

دغه راز په يوه بله پېښه کې پرون (د دلوي ١٣مه) د مزارشريف ښار په اوومه ناحيه کې د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند حامد اصف وزيري وايي، دغه کسان تېره ورځ (د دلوي ۱۳مه) د مزارشريف ښار په اوومه ناحيه کې وژل شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د وياند په وينا، د دغې وژنې اصلي عامل د دغې کورنۍ زوى دى، خو د وژنې انګيزه تر اوسه معلومه نه ده.

هغه زياته کړه، چې په وژل شويو کې د کورنۍ مور او پلار، يو ځوان هلک او يوه ځوانه مېرمن هم شامله ده، چې ډاکټره هم وه او قاتل له سيمې تښتېدلى دى.


د مطلب کود: 285334

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285334/بله-کورنۍ-وژنه-په-لوګر-کې-یوه-سړي-د-خپلې-شپږ-غړي-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com