دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 285334
بله کورنۍ وژنه، په لوګر کې یوه سړي د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي
په لوګر ولایت کې یوه سړي د خپلې کورنۍ شپږ غړي او د تره زوی په ډزو وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، چې دغه پېښه پرون جمعه د دلوي په ۱۳مه د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
 
په دغه پېښه کې د صفدر علي په نوم یو کس د خپلې کورنۍ غړي او تره په ډزو وژلي دي.
 
ويل کيږي چې ددغې پيښې په قربانيانو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي .
 
که څه هم د دې پېښې اصلي انګیزه څرګنده نه ده؛ مګر دا پیښه شاید د کورنۍ تاوتریخوالی له امله رامنځته شوې وي.

دغه راز په يوه بله پېښه کې پرون (د دلوي ١٣مه) د مزارشريف ښار په اوومه ناحيه کې د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند حامد اصف وزيري وايي، دغه کسان تېره ورځ (د دلوي ۱۳مه) د مزارشريف ښار په اوومه ناحيه کې وژل شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د وياند په وينا، د دغې وژنې اصلي عامل د دغې کورنۍ زوى دى، خو د وژنې انګيزه تر اوسه معلومه نه ده.

هغه زياته کړه، چې په وژل شويو کې د کورنۍ مور او پلار، يو ځوان هلک او يوه ځوانه مېرمن هم شامله ده، چې ډاکټره هم وه او قاتل له سيمې تښتېدلى دى.
https://avapress.com/vdcaemnuy49nae1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته