کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاظمي قمي او ګلبدین حکمتیار د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې

15 دلو 1402 ساعت 12:34

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی د حزب اسلامی له مشر ګلبدین حکمتیار سره د کابل او تهران د دوه اړخیزو اړیکو او د هېواد د اوسنیو حالاتو په هکله خبرې اترې وکړې.


آوا: د افغانستان د اسلامی ګوند رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د ایران له سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي ګوند د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د کابل او تهران پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وشوې.

تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو ګاونډیو هېوادونو د همکاریو د لا پراختیا په اړه مشورې او خبرې کړې وې.


د مطلب کود: 285344

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285344/کاظمي-قمي-او-ګلبدین-حکمتیار-د-افغانستان-پر-روان-وضعیت-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com