دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 285344
کاظمي قمي او ګلبدین حکمتیار د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی د حزب اسلامی له مشر ګلبدین حکمتیار سره د کابل او تهران د دوه اړخیزو اړیکو او د هېواد د اوسنیو حالاتو په هکله خبرې اترې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د اسلامی ګوند رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د ایران له سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي ګوند د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د کابل او تهران پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وشوې.

تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو ګاونډیو هېوادونو د همکاریو د لا پراختیا په اړه مشورې او خبرې کړې وې.
https://avapress.com/vdcbasb5arhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته