کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د فلسطیني شهیدانو شمیر ۲۷۳۶۵ تنو ته ورسید

16 دلو 1402 ساعت 9:49

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزې د صهیونیسټ رژیم د تیریو له پیله تراوسه د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۲۷ زره او ۳۶۵ تنو ته رسیدلی او په دې موده کښې د زخمیانو شمیر ۶۶ زره او ۶۳۰ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی، چې نیواکګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۱۴ قتلونه او جنایتونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۲۷ تنه شهیدان او ۱۷۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا په خبر کښې راغلی دی چې د صهیونیسټی رژیم په پرله پسې حملو کښې د غزې د تړانګې د خلکو د کورونو هدفمندې او پراخې تباهۍ هغوی دې ته مجبوره کړی دی چې په هرډول امن ځای کښې اوسیږی.


د مطلب کود: 285398

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285398/په-غزه-کې-د-فلسطیني-شهیدانو-شمیر-۲۷۳۶۵-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com