دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 285398
په غزه کې د فلسطیني شهیدانو شمیر ۲۷۳۶۵ تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزې د صهیونیسټ رژیم د تیریو له پیله تراوسه د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۲۷ زره او ۳۶۵ تنو ته رسیدلی او په دې موده کښې د زخمیانو شمیر ۶۶ زره او ۶۳۰ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی، چې نیواکګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۱۴ قتلونه او جنایتونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۲۷ تنه شهیدان او ۱۷۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا په خبر کښې راغلی دی چې د صهیونیسټی رژیم په پرله پسې حملو کښې د غزې د تړانګې د خلکو د کورونو هدفمندې او پراخې تباهۍ هغوی دې ته مجبوره کړی دی چې په هرډول امن ځای کښې اوسیږی.
https://avapress.com/vdcaomnua49nae1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته