کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني له افغانستان سره پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه

16 دلو 1402 ساعت 14:25

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له افغانستان سره د جرمني له خوا د پنځه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (دوشنبه، د دلوي ۱۶مه) په ایکس چینل کې یو پوسټ خپور کړی او لیکلي یې دي چې دغه مرسته د افغانستان د بشري مرستو صندوق (AHF) ته ورکړل شوې ده. 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له افغانستان سره د المان له مرستو مننه کړې ده.

د روان هجري لمریز کال د ثور میاشتې په پای کې المان هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه.

دغه هېواد د روان هجري لمریز کال د غويي په میاشت کې هم اعلان وکړ چې د نړیوال خوراکي پروګرام له لارې یې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره ۶۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.


د مطلب کود: 285425

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285425/جرمني-له-افغانستان-سره-پنځه-میلیونه-یورو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com