دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 285425
جرمني له افغانستان سره پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له افغانستان سره د جرمني له خوا د پنځه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (دوشنبه، د دلوي ۱۶مه) په ایکس چینل کې یو پوسټ خپور کړی او لیکلي یې دي چې دغه مرسته د افغانستان د بشري مرستو صندوق (AHF) ته ورکړل شوې ده. 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له افغانستان سره د المان له مرستو مننه کړې ده.

د روان هجري لمریز کال د ثور میاشتې په پای کې المان هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه.

دغه هېواد د روان هجري لمریز کال د غويي په میاشت کې هم اعلان وکړ چې د نړیوال خوراکي پروګرام له لارې یې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره ۶۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
https://avapress.com/vdcb5sb5srhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته