کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستان څخه کاناډا ته د ۳۰۴ افغان کډوالو انتقال

19 دلو 1402 ساعت 12:03

د کاناډا د مهاجرت او تابعیت ریاست له پاکستان څخه ټورنټو ته په یوه چارټر الوتنه کې د ۳۰۴ افغان کډوالو د انتقال اعلان کړی دی.


آوا: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت اداره وايي، نوي راغلي پناه غوښتونکي به د کاناډا په ۲۷ ټولنو کې میشت شي.
 
کاناډا وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته یې د لږ تر لږه ۴۰،۰۰۰ زیان منونکو پناه غوښتونکو د بیا ځای پر ځای کولو خپل هدف پوره کړی او د ترلاسه شویو وړ غوښتنلیکونو پروسې ته دوام ورکوي.
 
تر دې مخکې هم یو شمېر افغان کډوال له پاکستان څخه کاناډا ته لېږدول شوي وو.


د مطلب کود: 285527

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285527/له-پاکستان-څخه-کاناډا-ته-د-۳۰۴-افغان-کډوالو-انتقال

آوا
  https://www.avapress.com