دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 285527
له پاکستان څخه کاناډا ته د ۳۰۴ افغان کډوالو انتقال
د کاناډا د مهاجرت او تابعیت ریاست له پاکستان څخه ټورنټو ته په یوه چارټر الوتنه کې د ۳۰۴ افغان کډوالو د انتقال اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت اداره وايي، نوي راغلي پناه غوښتونکي به د کاناډا په ۲۷ ټولنو کې میشت شي.
 
کاناډا وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته یې د لږ تر لږه ۴۰،۰۰۰ زیان منونکو پناه غوښتونکو د بیا ځای پر ځای کولو خپل هدف پوره کړی او د ترلاسه شویو وړ غوښتنلیکونو پروسې ته دوام ورکوي.
 
تر دې مخکې هم یو شمېر افغان کډوال له پاکستان څخه کاناډا ته لېږدول شوي وو.
https://avapress.com/vdcewn8wfjh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته