کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله انټرنیټ بند شوی دی

19 دلو 1402 ساعت 14:06

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د نامناسبو امنیتي شرایطو له امله د ټیلیفون او انټرنېټ خدمات قطع شوي دي.


آوا: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې په ټول هېواد کې یې د موقتې مودې لپاره د ټیلیفون او انټرنیټ خدمتونه ځنډولی دی.
 
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړه د ګډوډ امنیتي وضعیت له امله شوې ده.
 
د پاکستان عمومي ټاکنې نن (پنجشنبه) پیل شوې او د مازدیګر تر پنځو بجو به دوام وکړي.
 
په داسې حال کې چې په پاکستان کې ټاکنې روانې وې، د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې څو چاودنې وشوې.


د مطلب کود: 285536

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285536/په-پاکستان-کې-د-خراب-امنیتي-وضعیت-له-امله-انټرنیټ-بند-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com